پاکستان: پر سرحدي پوستې د افغانستان له خوا برید کې ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي

تورخم کې پاکستاني سرتېری

د پاکستان پوځ وایي، افغانستان پولې ته نږدې په کرمه کې پریوې سرحدي پوستې د افغانستان له خاورې د سخت دریځو وسله والو په برید کې لږترلږه پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ځوابي ډزو کې یې مقابل لورې ته درنه مرګ ژوبله اړولې خو دغه ادعا سمدستي خپلواکو سرچینو نه ده تائید کړې ځکه سیمه غرنۍ ده او محدود شمېر خبریالان او د بشري حقونو فعالان په کې فعالیت کوي.

د رویترز د راپور له مخې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې د پروني برید مسؤلیت اخیستی خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعا چې سخت دریځو دې د افغانستان له خاورې دغه برید کړی وي، رد کړې ده.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي رویترز ته ویلي چې دوی نورو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې هېڅ څوک به د افغانستان له خاورې د دوی پرضد د برید لپاره کار وانخلي.