د سرپل طالب چارواکي: ۴ کسان د ښځو د عکس او ویډیو اخیستو په تور نیول شوي 

طالبان

په سرپل ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، څلور کسان د ښځو د عکس او ویډیو اخیستو په تور نیول شوي دي.

د سرپل لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال، شېر احمد مرصاد نن یکشنبې ازادۍ راډیو ته وویل، دغه څلور کسان چې د یوه رستورانت کارکوونکي دي، د کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا د ښځو او نجونو د عکسونو او فلمونو اخیستو له کبله نیول شوي دي.

ښاغلی مرصاد وايي نیول شویو کسانو چې د رستورانت مشر هم په کې شامل دی، په پټه یې د خپل رستورانت له ښځینه برخې د مراجعینو په پټه عکسونه اخیستل او ویډیوګانې ثبتولې.

سرچینو په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي، د رستورانت دغو کارکوونکو وروسته دغه عکسونه او ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرولې.

نیول شویو کسانو د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي