یو اېن اېچ سي ار: په افغانستان کې ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

داخلي بې ځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنرۍ (UNHCR) وايي، په افغانستان کې ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دا مهال چې په افغانستان کې سخت ژمی دی، ګڼې کورنۍ د ځانونو تودولو لپاره له کثافاتو ټول شوي پلاستیکونه او نور توکي سوځوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ویلي، دوی تر ټولو اړو کسانو ته خپلې مرستې رسوي.