شبرغان کې د کورش سیالۍ وشوې. د طالبانو د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې يادې سيالۍ تېره ورځ د دوو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د سرپل او جوزجان ولایتونو پهلوانانو ګډون کړی وو چې په پای کې لومړی مقام د جوزجان ولایت ورزشکارانو وګاټه.
یاده دې وي چې د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول په ګوته شوي دي.