امریکا پر ایران د بندیزونو یو معافیت را ژوندی کوي

د ایران او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو د بندیزونو هغه معافیت احیا کوي چې له مخې یې ایران ته اجازه ورکوي چې د اټمي همکاریو پروژو ته بېرته ستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵م کال د اټمي موافقې د بیا برحاله کېدو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرې حساس پړاو ته داخلې شوي دي.

د بندیزونو دغه معافیت د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لغوه شوی و.

واشنګټن له اټمي تړونه په ۲۰۱۸م کال کې ووت او پر تهران یې بېرته اقتصادي بندیزونه ولګول.