پاکستان کې د ګازو د چاودنې په نتیجه کې څلور کان کیندونکي مړه شوي

ارشیف، کوټه کې وژل شوي کسان

په پاکستان کې د ګازو د چاودنې په نتیجه کې څلور کان کیندونکي مړه شوي دي.

د بلوچستان د کانونو د تفتیش مشر عبدالغني ویلي، چاودنه د بلوچستان له مرکز کوټې بهر په سره غوړګۍ سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې نن سهار د میتان ګازو له کبله شوې ده.

د کان د یوې برخې د نړېدو له کبله د څلورو کان کیندونکو د مړه کېدو تر څنګ شپږ نور ژغورل شوي دي.

ویل شوي، کان کیندونکو هلته په غیرقانوني ډول یو کان راسپړه.

په پاکستان کې دېته ورته پېښې د خوندیتوب د شرایطو نه رعایتولو او د کان کیندونکو د لږ مسلیکتوب له کبله کېږي.