صهیب عربزی د کابل د حامد کرزي د هوايي ډګر په ابيګېټ کې د خپل ملګري د وژل کېدو کیسه کوي وايي، لکه د ورور ملګری یې سمسور نومېده او د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ اوسېدونکی و.
د ده په خبره، سمسور او ورور یې د اګسټ په ۲۶مه نېټه له هېواده د وتلو په موخه، د کابل د هوايي ډګر لویدیځ لور ته د ابيګېټ دروازې ته تللی و چې هلته د شوي ځانمرګي برید په پایله کې سمسور ووژل شو او ورور یې ټپي شو.
دی وايي: "ورور یې راته کیسه کوله چې سمسور له ځان سره پاسپورټ نه درلود، ما ورته پاسپورټ یوړ. کله چې هغه غوښتل له هوايي ډګر بهر په پاسپورټ پسې راشي، د میدان تر مخه چاودنه وشوه. په دې پېښه کې مې ملګری شهید شو او ورور یې ټپي شو."
په ابيګېټ کې د اګسټ د ۲۶مې نېټې په ځانمرګي برید کې د سمسور په ګډون ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.
د دې برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې ومانه او هغه مهال متحدهایالاتو دا یوه پېچلې حمله وبلله.
په دې اړه نور: د طالبانو د واکمنۍ پیل؛ د کابل پرهوایي ډګر د برید څېړنه بشپړه شوهخو د امریکا متحدهایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان فرانک مککنزي او د هغه تر لاس لاندې یو شمېر قوماندان وايي، د دوی موندنې ښيي چې دا برید پېچلی نه و.
جنرال مککنزي وايي، دې پېښه کې یوازې یو بریدکوونکی ښکېل و، خو د ده په خبره، هغه ساچمې چې په چاودېدونکو توکو کې کارول شوې وې، ډېرو خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
ښاغلی مککنزي زیاتوي:"هېڅ داسې یو سند مې نه دی موندلی چې وښيي کوم څوک دې له چاودنې وروسته، د افغان یا هم امریکايي عسکرو په ډزو وژل شوي وي. موږ اوس پوهېږو چې له چاودېدونکو سره یوځای شوي ساچمې د ډېرو ټپونو لامل شوي چې د مرمیو په څېر برېښي او هرکله چې د لږو ډزو له امله لوړ ګواښ جوړ شي، د دې لامل کېږي چې فکر وشي، پېچلي پېښه شوې. دا یو واقعیت دی چې دا څېړنې زموږ د لومړنیو وړاندوینو سره ټکر کې دي. ما ته ښيي چې زموږ ټیم په پوره مېړانه او خلاص مټ د حقیقت د موندلو لپاره دا څېړنه کړې."
د کابل د هوايي ډګر په پېښه کې ۴۵ تنه ټپیان شوي هم وو.
د دې پېښو کې د مرګژوبلې شمېره له دې امله هم ډېره وه چې له خلکو د ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه وشوه، چېرته سلګونه کسان په دې موخه راټول شوي وو چې له افغانستان ووځي.