عبدالقیوم ذاهد صمدزی له هغو خبریالانو څخه دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوی وو.
هغه له تېرو نږدې ۱۲ کالو راهیسې په افغانستان کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي، وروستۍ دنده يې د پاکستان ۹۲ خبري ټلوېزیون سره خبریالي ده.
ښاغلی صمدزی وایي، څه موده وړاندې لومړی د پاسپورټ عمومي ریاست پر وړاندې د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوی دی، خو له دې وروسته، کله چې د یوې ناستې په خبري پوښښ اخته و، د طالبانو له خوا ونیول شو او یوه نامالوم ځای او یوې سړې خونه کې د نېږدې ۲۴ ساعتونو لپاره بندي شوی و.
په دې اړه نور: بې پولې خبريالانو د طالبانو له لوري خبريالانو ته د ژبې پرې کولو ګواښ غندلیهغه ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً پنځو ورځو کې دا دوهمه پېښه ده چې ما ته راوشوه او هېڅ ډول امنیت احساس زه او کورنۍ مه نه کوو؛ بیا هم نه څوک شته چې د حیثیت اعاده وکړي او یا هم هغه تورورنه چې بیا په چا باندې لګېږي بیا پوښتنه یې وشي."
که څه هم یو شمېر خبریالان چې د داسې پېښو عیني شاهدان دي وایي، په اوس کې ځان خوندي نه احساسوي.
د بې پولې خبریالانو بنسټ د تېرې جمعې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره لیکلي پر افغانستان د طالبان له بشپړې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې نږدې ۵۰ خبریالان د طالبانو له خوا یا نیول شوي او یا هم د لنډې مودې لپاره بندي شوي دي.
په دې اړه نور: د طالبانو واکمني؛ بې پولې خبریالان:۵۰ خبریالان یا نیول شي یا توقیف شويپه دې راپور کې راغلي چې نیول شوي کسان د طالبانو له خوا وهل شوي هم دي.
[نی] یا د افعانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بڼسټ د عدالت غوښتنې مسول، نصیر احمد نوري ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو لړۍ دوام لري او له ترسره شوېو پېښو هېڅ یو نه دی څېړل شوی.
نوري زیاته کړه: "د دوی حکومت دوه ګونی سیاست په مخ وړي؛ د دوی مشران په ظاهره بڼه په مجالسو کې د بیان له ازادۍ څخه د ملاتړ خبره کوي، خو په عمل کې داسې څه نشته. دا وضعیت د اندېښنې وړ دی او دا ډول سیاستونه د دې لامل کېږي جې خبریالان په وېره کې کار وکړي."
خو د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د بې پولې خبریالانو د دې راپور په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی.
په دې اړه نور: د طالبانو حکومت: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن یوبلال زیاته کړه: "موږ جدي هڅه کوو او د اسلامي امارت د ځواکونو د مسلکي کولو او پوهولو په حال کې یو، څو په ښارونو او نورو ځایونو کې خبریالانو سره څنګه جلند وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د نړیوالې فدراسیون د یو سروې پر بڼسټ چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، له ۶۰۳ رسنیو، د اګسټ په پنځلسمې راپه دېخوا، افغانستان کې ۳۱۸ رسنۍ تړل شوي دي.
د دغه سروې له مخه، له نږدې ۵ زره خبریالانو ۲۷۶۶ خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې له ډلې ۷۱ سلنه ېې ښځینه خبریالانې دي.