د فلپین په پلازمېنه مانیلا کې د روسیې د سفارت ودانۍ کې لوی اور لګېدلی

آرشیف

د روسیې او فلپین چارواکي وايي، د فلپین په پلازمېنه مانیلا کې د روسیې د سفارت په ودانۍ کې لوی اور لګېدلی دی.

چارواکي وايي دغه پېښه چې ځاني زیان یې نه دی اړولی د دې سبب شوه چې د سفارت کار کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي وایستل شي.

د فلپین د اور وژنې ادارې اعلان وکړ چې د دې څو ساعته اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې پیل شوي دي.

د فلپین چارواکي وايي، اور پرون ماښام د سفارت د ودانۍ په دویم پوړ کې ولګېد چې سخت مالي زیانونه یې واړول.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سفارت ټول کار کوونکي په خوندي ډول ایستل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په پېښه کې څوک ټپي یا مړ شوی نه دی او ټول هغه کار کوونکي چې د اورلګېدنې پر مهال په سفارت کې وو، ایستل شوي دي.

په اعلامیه کې د اورلګېدنې د علت په باب څه نه دي ویل شوي.

راپورونه وايي، د اور وژنې تر لسو ډېرو موټرو د روسیې د سفارت په ودانۍ کې د لګېدلي اور په مړه کولو کې مرسته کړې ده.

په فلپین کې د روسیې سفارت په یوه مجلله سیمه کې پروت دی چې امنیتي تدابیر یې ډېر شدید دي. په دې ساحه کې د روسیې تر څنګ د ځینو نورو هېوادونو سفارتونه او ډیپلوماتیک مرکزونه هم شته.