د طالبانو حکومت وايي، دوی په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.
د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق نن په ټویټر کې لیکلي، رسنۍ هم مکلفیت لري، چې بې پرې، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي.
تردې مخکې پرون جمعه د بې سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی، په خپل نوي راپور کې وویل، د زمري پر ۲۴مه نېټه د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته تر دې دمه لږ تر لږه پنځوس تنه خبریالان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا یا نیول شوي او یا د لنډ وخت لپاره په توقیف کې پاتې شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند، وثیق لیکلي، طالبان هڅه کوي چې د رسنیو په وړاندې ټول خنډونه لیرې کړي.
بل خوا د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون د سلواغې په ۱۴مه نېټه په یوه اعلامیه کې وویل، د یوې نوې سروې له مخې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۳۱۸ رسنیو کار بس کړی دی.