د طالبانو د واکمنۍ پیل؛ د کابل پرهوایي ډګر د برید څېړنه بشپړه شوه

د کابل هوايي ډګر

د امریکا د متحد ایالاتونو پوځي چارواکو څرګنده کړه چې د طالبانو د واکمنۍ په پيل کې یې د کابل له هوایي ډګر سره د ځان وژونکي برید په اړه څېړنه بشپړه شوه.

دا برید د اګسټ په شپږ ویشتمه شوی و. د امریکا د پوځي تحقیقاتو نتیجه روښانوي چې دا ځان مرګی برید و، یوه تن ترسره کړی، له ځان سره یې شل پونډه چاودیدونکي مواد چې څه باندې نهه کیلوګرامه کېږي له بېل بېرنګونو سره لېږدول او دا چاودنه یې کړې ده.

د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال فرانک مککنزي په واشنګټن کې د امریکا د دفاع په وزارت کې د راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل: "له تحقیقاتو څخه څرګنده شوه چې یوې چاودنې لږ تر لږه یوسل او اویا ملکي افغانان او دیارلس امریکایي سرتیرې ووژل."

پرون په واشنګټن کې د امریکا په دفاع وزارت کې د دې راپور د جزییاتو د خپریدو پر مهال د پېښې ګرافیک تصویرونه هم خپاره شول چې په کې چاودنه شېبه په شېبه ښکارېده.

امریکایي پوځي چارواکي وایي چې دا داسې حمله وه چې مخنیوی یې ممکنه نه و.

داعش د دې برید مسوولیت منلی و.

مخکې داسې ویل کیدل چې دا یوازې یوه چاودنه نه ده ورسره ډزې هم شوي دي.