د طالبانو واکمني؛ بې پولې خبریالان:۵۰ خبریالان یا نیول شي یا توقیف شوي

ارشیف، افغان خبریالان

د بې سرحده خبریالانو ټولنې، په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت او د رسنیو پر وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې.

دې ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی، پرون (د سلواغې په ۱۵مه) په خپل نوي راپور کې وویل، د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د کابل تر سقوط وروسته لږ تر لږه پنځوس خبریالان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا یا نیول شوي او یا د لنډ وخت لپاره په توقیف کې ساتل شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې د راپور په دوام کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو او د امربالمعروف ادارو د ازادو رسنیو له قوانینو سرغړونه کړې ده.

طالبانو تر اوسه د دې راپور پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي دي چې د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له جوړېدو وروسته به هېڅوک د رسنیو په چارو کې د لاس وهنو حق ونه لري.