د بې سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی، پرون (د سلواغې په ۱۵مه) په خپل نوي راپور کې وویل، د زمري په ۲۴مه نېټه د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته تردې دمه لږ تر لږه پنځوس تنه خبریالان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا یا نیول شوي او یا د لنډ وخت لپاره په توقیف کې پاتې شوي دي.
په راپور کې د اریانا نیوز د دوو خبریالانو پر نیولو اعتراض شوی. د عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب په نوم دا دوه خبریالان تېره اوونۍ د دوو شپو په مخه ونیول شول.
په راپور کې راغلي دي چې له نیول شوېو خبریالانو سره تاوتریخوالی هم کېږي او ډېری هغه خبریالان نیول شوي چې په کابل کې د ښځو د اعتراضونو په اړه یې راپورونه چمتو کړي.
د بې سرحده خبریالانو د ټولنې راپور زیاتوي چې د عبدالحق وثیق په مشرۍ د طالبانو استخبارات نه یوازې د دې خبریالانو په نیولو کې مستقیم لاس لري، بلکې د ژورنالېستانو د دې مدافع ټولنې په وینا، د رسنیو یو شمېر کار کوونکو ته د ټیلیفون له لارې ګواښونه کوي او د تحقیقاتو لپاره یې احضاروي.
له ځینو خبریالانو غوښتل شوي چې د څو موضوعاتو په اړه د راپورونو له چمتو کولو ډډه وکړي که نه ژبه به یې پرې شي.
په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو د استخباراتو د ۵۳ مې ادارې رییس جواد څارګر چې د رسنیو د اړوندو مسایلو مسوول دی، له ځینو خبریالانو غوښتي دي چې د څو موضوعاتو په اړه د راپورونو له چمتو کولو ډډه وکړي که نه ژبه به یې پرې کړي.
په دې اړه نور: افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګواښونه څومره جدي دي؟د بې سرحده خبریالانو په ټولنه کې د ایران او افغانستان د څانګې مشر رضا معیني ویلي دي چې د خبري مسایلو په اړه د راپور ورکولو د مخنیوي په هدف خبریالانو ته د ژبې د پرې کولو ګواښ په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.
د بې سرحده خبریالانو د ټولنې د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د ازادۍ د بیان له اړخه ۱۲۲ ځای لري.
د طالبانو د حکومت چارواکو د بې سرحده خبریالانو ټولنې د دې راپور په اړه د غبرګون لپاره د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو له دې مخکې یې ویلي چې په نژدې راتلونکې کې به د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون یو ځل بیا فعال شي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، کله دا کمېسیون په کار پیل وکړي، نو هېڅوک به یې په چارو کې د لاسوهنې حق ونه لري.