طالبان: په غزني کې یو کس له جعلي ډالرو سره نیول شوی

نیول شوی جعلي ډالر

په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي سرتیرو یې یو تن له جعلي ډالرو سره لاس په لاس نیولی دی.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست مولوي حبیب الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "یاد کس تېره ورځ نیول شوی، نوموړي له کابله ۳۷۰۰ امریکايي ډالر راوړي وو او غوښتل یې په غزني ښار کې یې تبادله کړي چې د امنیه قوماندانۍ د ترورېزم ضد مدیریت منصوبینو له لوري لاس په لاس نیولی، اوس ترې څېړنې روانې دي."

ښاغلی مجاهد زیاتوي، دا لومړی ځل نه دی چې په غزني کې دغه کس له جعلي ډالرو سره نیول کیږي، بلکې په تېر یوه میاشت کې څلور تنه نور هم له جعلي افغانیو او پاکستانیو کالدارو سره نیول شوي وو.

که څه هم چې تر دې وړاندې په افغانستان کې وخت په وخت د جعلي کرنسیو د خپرېدو راپورونه ورکول شوي وو، خو د طالبانو د حکومت له حاکمیته وروسته د جعلي ډالرو، افغانیو او پاکستانۍ کلدارو وېره او اندېښنه زیاته شوې ده.