طالبان: قطر سره د الوتنو د پیلولو په اړه موافقې ته رسېدلي یو

د کابل په هوايي ډګر کې د قطر یوه الوتکه

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له قطر سره د کابل او دوحې ترمنځ د الوتنو د پیلولو په اړه موافقې ته رسېدلی دی.

د هوايي چلند د ځانګړې نړیوالې ادارې د وېب پاڼې د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د هوايي چلند وزارت ویلي چې د افغانستان او قطر د حکومتونو د دوه اړخیزې موافقې پر اساس به د افغانستان او قطر هوايي شرکتونه د دوو هېوادونو د پلازمېنو ترمنځ الوتنې کوي.