بایډن: د سوریې په ادلب کې یو داعشي مشر ووژل شو

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون پنجشنبه (د سلواغې ۱۴مه) وویل، د امریکايي ځواکونو د شپې په عملیاتو کې د اسلامي دولت یا داعش د سخت دریځې ډلې مشر د سوریې په ادلب ولایت کې وژل شوی دی.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ابو ابراهیم الهاشمي د ۲۰۱۹ د اکتوبر په ۳۱ مه د دې ډلې د پخواني مشر ابوبکر بغدادي له وژل کېدو څو ورځې وروسته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې مشر غوره شو.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، الهاشمي هم د بغدادي په شان ځان هغه مهال په بم والوزاوه چې امریکايي پوځیان ورنژدې شول.