خوست کې د موټر د اوښتو په پېښه کې ۸ کسان مړه او ۷ ټپیان دي

خوست؛ په ترافیکي پېښه کې ۸ وژل شوي او ۷ ټپیان دي

د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست –ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې د یو موټر د اوښتو له کبله ۸ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د خوست امنیتي مسؤلان وايي چې پلانکوچ ډوله موټر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د المرې په سیمه کې اوښتی دی.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمان زاهد ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښې له ځایه ولایتي روغتون ته ۸ مړي او ۷ ټپيان وروړل شوي دي.

د ده په وینا په وژل شویو کې ۴ نارینه، ۳ ښځې او یو ماشوم شامل دی.

د عبدالرحمان زاهد په وینا چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۳ کسان وژل شوي دي.