د هېواد په تودو سیمو یا ګرمسېرو ولایتونو کې د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۳مه نېټه په دولتي پوهنتونونو کې درسي بهېر بیا پیل شو.
د هېواد دولتي پوهنتونونه د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې بند وو.
د دولتي پوهنتونونو بیا فعالېدل مخصوصاً د نجونو محصلانو لپاره ښه زېری و.
د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم نجونې او ښځې د زده کړو، کار او په نورو برخو کې له یولړ محدودیتونو سره مخامخ شوې.
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شینکۍکړوخېل له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت د دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ هیله ښيي چې دا به پر افغان مېرمنو د لګېدلو محدودیتونو د پای ته رسېدو پیل وي.
زموږ همکار له اغلې کړوخېل سره په دې اړه مرکه کړې.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له شینکۍ کړوخېل سره مرکه