پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې د پوځ پر ۲ اډو د یاغیانو بریدونه شنډ شوي

ارشیف؛ بلوچستان

پاکستاني چارواکي وایي، ځواکونو یې تېره شپه په بلوچستان کې د پوځ پر دوو اډو د یاغیانو بریدونه شاته تمبولي دي.

د چارواکو په وینا په دې حملو کې ۷ پاکستاني پوځیان او ۱۵ یاغیان وژل شوي دي.

په یوه ویډیو پیغام کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن وویل، په یوه برید کې چې یاغیانو پرون ناوخته د بلوچستان په نوشکین کې وکړ ۴ پوځیان او ۹ یاغیان وژل شوي دي.

تر دې برید څو ساعته وروسته د پنجګور په سیمه کې پر امنیتي پوستې برید وشو چې درې عسکر او شپږ یاغیان ووژل شول.

د بلوچستان بېلتون غوښتونکي ډلې"د بلوچ ازادي غوښتونکي لښکر" د دې دواړو حملو مسؤلیت منلی دی.

د پاکستان صدراعظم د پوځیانو دا هڅه ستایلې ده چې د یاغیانو حملې یې شاته تمبولې دي او د دوی د قربانۍ ستاینه یې کړې ده.

د بلوچ ازادي غوښتونکي لښکر په بیان کې ویلي دي چې د پوځي مرکزونو په دروازو کې د دوی ځان وژونکو ځانونه الوزولي دي او دوی ادعا کوي چې تر ۵۰ ډیر پوځیان یې وژلي دي.

تېره اوونۍ دې ډلې ۱۰ پاکستاني عسکر د ګوادر بندر ته نږدې وژلي وو.

بلوچ بېلتون غوښتونکي له څو لسېزو راهیسې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره په جګړه دي.

اسلام اباد هند تورنوي چې د بلوچ یاغیانو سره مرسته کوي، نوي ډيلي دا تورونه رد کړي دي.