په خوست کې طالب چارواکي وايي، په تېرو دوو اونیو کې يې یوه اندازه نشه يي توکي او په تور يې ۵ کسان نیولي دي.
د فبروري په ۳مه نېټه خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پرضد مدیریت مدیر میرصادق خان ازادي راډیو ته وویل، د دوی منسوبینو له خوا د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۶ کیلو چرس، ۵۱ لیتره الکولي مشروبات او نور نشه يي توکي نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه:"دوو اونیو کې څه د پاسه ۱۶ کیلو چرس، ۵۱ لیتره شراب، ۱۴۰ګرامه پوډر، ۱۱۳ ګرامه شیشه نیول شوي چې په تور یې ۵ قاچاقبر او خرڅوونکي نیول شوي هم دي، دوی ستر کاروباریان دي چې په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي دي. "
همداراز په دې ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان محبوب شاه قانت بیا په تېر وخت کې د وسلو د ګرځولو وېشل شوېو کارتونو د لغوه کېدو خبره وکړه.
نوموړي وویل، د خوست د امنیتي ادارو له خوا چې د وسلو د ګرځولو څومره کارتونه ورکړل شوي، لغوه دي او څوک نه شي کولی ځانونو سره وسلې وګرځوي.
د ده په وینا هغه اجازت نامې مثتثنی دي چې د کورنیو چارو وزارت له خوا وېشل شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان له موټر لرونکو هم وغوښتل، که د چا د موټرو شیشې تورې وي، نو سپینې دې کړي، له هغې پرته به د راتلونکې شنبې له ورځې هېڅ موټر ته په تورو شیشو کې د ګرځېدلو اجازه ورنه کړل شي.