افغاني سرې میاشتې ټولنې د نورستان له ۶ سوه سیلاب ځپلو سره مرسته وکړه

د نورستان له سیلاب ځپلو سره مرسته

د نورستان ختیځ د کامدېش ولسوالۍ په میردېش کې ۶۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.

سیلاب د تېر زیږدیز کال د اګسټ په میاشت کې راغلی و چې په کې يې له ۲۰۰ زیات کسان وژلي او ټپیان کړي وو او همدا راز یې په سلګونو کورونه ویجاړ کړي هم وو.

په نورستان کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس مولوي نور احمد ازادي راډیو ته وویل: "شپږ سوه کورنیو سره مرسته شوي مواد د نړیوال سره صلیب له خوا دوی ته ورکړل شول چې په مرستو کې پنځوس کيلو اوړه، ۲۴ نیمې کيلو وریجې،۷ کیلو لوبیا، پنځه کیلو بوره، لس لېتره غوړي، مالګه او نور خوراکي توکي شامل وو او غیرې خوراکي موادو کې ۷ کمپلې، دوه ترپالونه، یو کارتن د پخلنځي سامان او یو روغتیايي کېټ ورکړل شول."

له سیلابه پاتې شوي کسان وايي، په دې خوښ دي چې ډېرو سختو شرایطو کې افغاني سرې میاشتې او نورو خیریه ټولنو ورته ځانونه رسولي او تر خپله وسه يې د دوی لاسنیوی کړی.

نورستان د هېواد ختیځ کې هغه لېرې پروت او غرنی ولایت دی چې هرکال د پسرلي، اوړي او مني په موسمونو کې په کې سیلابونه راوځي او خلکو ته د مالي زیانونو سربېره ځاني زیانونه هم اړوي.