جانسن پوتین ته: پر اوکراین هر یرغل به یوه ستراتیژیکه غلطه محاسبه وي

آرشیف- د بریتانیا او روسیې مشران بورېس جانسن او ولادیمیر پوتین

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یې ویلي چې پر اوکراین هر یرغل به یوه ستراتیژیکه غلطه محاسبه وي.

دواړو مشرانو پرون داسې مهال پر ټیلیفون خبرې وکړې چې متحده ایالات اروپا ته د زرګونو سرتیرو استولو ته تیاری نیسي چې د ناټو له متحدانو ملاتړ پیاوړی کړي او پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

د بریتانیا د صدراعظم د دفتر یوه ویاند وویل، جانسن پوتین ته له اوکراین پولي سره د روسیې د فعالیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په رڼا کې دې اړتیا ده چې روان کړکېچ ته د حل یوه لاره وموندل شي.

روسیې له اوکراین سره په پوله له سل زرو زیات سرتیري ځای پرځای کړي دي.

کرملین په یوه بیان کې وویل، په دې خبرو کې یادونه وشوه چې ناټو لېوالتیا نه ده ښودلې چې د روسیې اندېښنو ته مناسب ځواب ووايي.