طالبانو له خپلو وسله والو غوښتي چې په تفریحي پارکونو کې له وسلو سره ونه ګرځي

د قرغې بند

د طالبانو حکومت له خپلو وسله والو غوښتي چې تر دې وروسته په تفریحي پارکونو کې له وسلو سره ونه ګرځي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد نن په ټویټر کې لیکلي دي چې د اسلامي امارات نظامیان دا اجازه نه لري چې له وسلې، پوځي یونیفارم او نظامي نقلیه وسایلو سره تفریحي پارکونو ته ورشي.

د مجاهد په وینا وسله وال طالبان موظف دي چې ټول قوانین او مقرارت رعایت کړي.

تر دې مخکې یو شمېر ښاریانو دا شکایت کاوه چې طالبان له سپکو او حتی کله له درنو وسلو سره د ښارونو په پارکونو کې ګرځي.