څېړنه: له انسان پرته داسې څاروي شته چې د ژبو ترمنځ توپیر کولای شي

سپي

د یوې نوې څېړنې له مخې له انسان پرته داسي څاروي شته چې د ژبو ترمنځ توپیر کولای شي.

د لومړي ځل لپاره داسې څېړنه شوې ده چې سپي کولای شي چې دوه بیلې ژبې تشخیص کړي.

اینډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي چې په دې برخه کې په هنګري کې څېړنه شوې ده.

په دې بریتانیایې ورځپاڼه کې لیکوال ټام بچلور د یوې نوې څېړنې په استناد لیکي چې په هنګري کې څېړونکو معلومه کړې ده چې د سپيو ماغزه د بېلابېلو ژبو د اورېدو پرمهال مختلف چلند څرګندوي، داسې، که ژبه ورته اشنا وي یو ډول چلند کوي که نا اشنا ژبه وي بل ډول چلند کوي.

تر دې څیړنې مخکې په یوه څړړنه کې څرګنده شوې وه چې سپی هڅه کوي له خپل څښتن سره په خبره وپوهیږي او د دې سربېره چې صاحب یې ښایي دا درک نه کړي سپی دا ډول هڅو ته دوام ورکوي.

د دې څیړنې له مخې کله چې سپي ته څوک ګوري هغه ډېر کله سرخوځوي او که یې چېرته څښتن پام ورته نه کوي بیا هم ممکن ورته هڅو ته په خپل ژوند کې دوام ورکړي.