د اوکراین کړکېچ؛ د بریتانیا او روسیې مشران به پر ټیلیفون وغږیږي

آرشیف- د بریتانیا او روسیې مشران بورېس جانسن او ولادیمیر پوتین

په پام کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د بریتانیا له صدراعظم بورېس جانسن سره د اوکراین د کړکېچ په اړه پر ټیلیفون خبرې وکړي.

دا خبرې د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د ډپلوماسۍ د هڅو له یو بل پړاو یوه ورځ وروسته پلان شوي دي.

ښاغلي جانسن پرون (د فبروري په لومړۍ نېټه) په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره تر خبرو وروسته وویل، د اوکراین په سرحد کې د څه باندې سل زره روسي سرتېرو راټولېدل احتمالاً د اوکراین پر وړاندې د اوسنۍ زمانې تر ټولو ستر د دښمنۍ اقدام دی.

هغه خبرداری ورکړ چې بریتانیا پر روسیې د بندیزونو یوه کڅوړه برابره کړې او په هغه شېبه به یې عملي کړي چې د لومړني روسي سرتېري پل د اوکراین قلمرو ته ننوځي.

روسیه پر اوکراین د یرغل ادعا ردوي خو وايي، که یې لویدیځ امنیتي اندېښنو ته ځواب ونه وايي، نو ښايي په نامعلومو پوځي اقداماتو لاس پورې کړي.