هند غواړي ډیجیټالي روپۍ بازار ته وړاندې کړي او د انتقالاتو له لارې په ترلاسه شوې ګټې یې دېرش سلنه مالیه وضع کوي.
په دې وروستیو کلنو کې د هند په بازارونو کې د ډیجیټالي یا غیرمجازي پیسې راکړه ورکړه ډېره شوې ده.
د هند د مالیې وزیرې نیرمالا سیتهارامان د سې شنبې په ورځ د دې هېواد پارلمان ته وویل، دې ته په پام چې د ډیجیټال یا غیرمجازي شتمنیو لېږد رالېږد خورا زیات شوی نو اړتیا ده چې ورته د مالیې یو مناسب سیسټم جوړ شي.
د دغې نوې تګلارې له مخې پر هغې ګټې به چې د ډیجیټالي پیسو او د نورو غیرمجازي شتمنیو له انتقالاتو ترلاسه کېږي، دېرش سلنه مالیه لګول کېږي خو که په دغه راکړه ورکړه کې څوک تاوان کوي، هغه د نورو عوایدو څخه نه جبران کېږي.
د هند د مالیې وزیرې نیرمالا سیتهارامان
مېرمن سیتهارامان وویل، مرکزي بانک به د یوې تړلې شبکې پر اساس د ۲۰۲۳کال د مارچ ترپایه ډیجیټالي روپۍ بازار ته را وباسي.
د هغې په وینا دغه پیسې به د دیجیټال اقتصاد له غښتلي کیدو سره ډېره مرسته وکړي.
په هند کې چې د لومړي ځل لپاره ډیجیټال پیسې یا کرنسي نږدې یوه لسیزه مخکې بازارونو ته لار وموندله خو مرکزي بانک پرې په ۲۰۱۸کال کې وروسته له هغې بندیز ولګاوه چې په راکړه ورکړه کې یې د زیاتې درغلۍ راپورونه ورکړل شول.
د هند سترې محکمې دغه بندیز دوه کاله مخکې لیرې کړ چې له هغې را وروسته یې بازار د تېر۲۰۲۱کال ترجون میاشتې پورې نږدې ۶۵۰ سلنه پورته تللی دی.