هلمند کې پر خلکو ۲ لکه او ۴۰ زره میوه لرونکې او بې مېوې ونې ووېشل شوې

ارشیف

په هلمند ولایت کې پر خلکو د میوه لرونکو او بې میوې ونو د وېشلو لړۍ پیل شوه.

د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري رسنیو ته د یوې اعلامیې په استولو سره ویلي چې څه باندې ۲ لکه او ۴۰ زره ډول-ډول میوه لرونکې او بې میوې ونې چې په روان کال کې په فارمونو کې روزل شوي وو، سر له نن څخه به په هلمند ولایت کې پر خلکو ووېشل شي.

د ښاغلي عمري په خبره چې بې میوې ونې به د دولتي ادارو او د ښار د زرغونتیا لپاره په وړیا توګه ووېشل شي او میوه لرونکې هغه به یې په نیمه بیه پر بڼوالو او بزګرو و پلورل شي.