کابل کې د برېښنا پارچاوي؛صنعت کاران: ۵۸۰ کارخونو خپل فعالیتونه درولي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغانستان کې د صنعت کارانو ټولنه وایي، د برېښنا د پارچاوۍله امله د کابل په صنعتي پارکونو کې ۵۸۰ صنعتي کارخونو خپل فعالیت درولی دی.

د صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافي نن سې شنبه (د سلواغې ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، له ۱۵ ورځو راهیسې د کابل په صنعتي پارکونو کې د کارخونو برېښنا پارچاو ده او د فعالیت د درېدو له امله یې تر ۴۵۰۰ کارګران بې کاره شوي دي.

ښاغلی صافی وايي، د کابل ترڅنګ د ننګرهار او خوست ولایتونو د صنعتي پارکونو برېښنا هم پارچاو ده او د یادو کارخونو سلګونه کارګران هم په کور ناست دي.

د صافي په خبره چې یاده ستونزه یې څو ځلي د طالبانو د حکومت له چارواکو سره شریکه کړې، خو له ژمنو سره-سره نه ده حل شوې.

د برېښنا شرکت رسنیو ته د خبرپاڼۍ په استولو سره ویلي چې د یاد شرکت عمومي رییس محمدامین د صنعت کارانو ټولنې له مسوولانو سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د دوی د اړتیا وړ برېښنا د برابرولو په برخه کې هڅې روانې دي او ډېر ژر به یې ستونزې هوارې شي.