جوبایډن د قطر له امیر سره د افغانستان پر وضعیت وغږېد

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن، د قطر له امیر تمیم بن حمد الثاني سره

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره شپه د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په سپینه ماڼۍ کې په دوه اړخیزو مسایلو او د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

قطر تېر کال له افغانستانه د امریکا د تخلیې په عملیاتو کې مهم رول ولوباوه او تردې وړاندې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه پاتې شوی دی.

بایډن چې د قطر امیر یې ترڅنګ ولاړ و، خبریالانو ته وویل، امریکا به قطر د ناټو له چوکاټه بهر د خپل لوی متحد په ډله کې شامل کړي.

که چېرته د روسیې او اوکراین د احتمالي جګړې له کبله اروپا ته د روسیې د ګازو لېږد اغېزمن کېږي، قطر یوازنی هېواد دی چې امریکا اروپا ته د ګازو د لېږد تمه ترې لري.