کابلوف: که طالبان ځینو برخو کې کوټلي ګامونه واخلي ښايي بندیزونه لېرې شي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وایي، پر افغانستان د ټولو لګول شوېو بندیزونو لېرې کېدل په دې پورې تړلي چې په دې هېواد کې د طالبانو په مشرۍ حکومت په ځینو برخو کې کوټلي اقدامات وکړي.

ښاغلي کابلوف دغه څرګندونې پرون دوشنبې د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې کړي.

نوموړي ویلي، که د طالبانو حکومت د سولې د بین الافغاني پروسې د بشپړولو، له توکمیز او سیاسي پلوه د یوه متوازن حکومت د جوړولو او دغه راز له ترورېزم او د مخدره موادو له ګواښ سره د دوامداره مبارزې لپاره کوټلي اقدامات وکړي، نو کیدای شي ټول لګول شوې بندیزونه ترې لېرې شي.

په تېره اګسټ میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، نړیوالو پر دې هېواد یو لړ بندیزونه لګولي او د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه نیم میلیارډه ډالره شتمني هم په امریکا کې کنګل شوې ده.

کابلوف په افغانستان کې د بشري او ټولنیز وضعیت د لاخرابېدو یو لامل د لویدیځ له خوا د دې هېواد د شتمنیو کنګل کېدل یاد کړل.

پر دې سربیره چې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، د طالبانو ډله تر اوسه د روسیې د ترهګرو ډلو له فهرسته نه ده ایستل شوې او دغه راز یې ډېر مشران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ترهګرو په فهرست کې شامل دي.