چین: د المپیک له کډونوالو سره تماس لرونکو کې مو د کرونا ۳۷ موارد موندلي

چینچ

په چین کې چارواکو اعلان کړی چې د ژمني المپیک له کډونوالو سره په تماس لرونکو خلکو کې یې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۳۷ نوي موارد موندلي دي.

دا د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو په ورځني شمېر کې چې مخکې ۳۴ و، زیاتوالی ښيي.

په پېکېنګ کې د را روان ژمني المپیک د کمیټې مسؤلو چارواکو بېګا وویل چې په نویو ۳۷ مواردو کې ۲۸ هوايي ډګر ته رارسېدلي کسان دي.

د دوی په وینا په دې ډله کې اته تنه په ژمني المپیک کې ګډونوال ورزشکار لوبغاړي یا د ټیمونو چارواکي دي.

د ژمني المپیک لوبې د فبروري په ۴مه نېټه پیلېږي او د فبروري تر ۲۱ مې پورې دوام کوي.

د ژمني المپیک سږنۍ لوبې د لوبغاړو، کارکوونکو او رسنیو لپاره د ډېرو سختو روغتیايي محدودیتونو په شرایطو کې ترسره کېږي، داسې چې له عامو خلکو څخه دوی د ځانګړو تدابیرو په وسیله جلا شوي دي.

ورزشکاران او نور کارکوونکي باید په چارتر الوتکو کې سیده پلازمېنې پېنکېنګ ته ولاړ شي او له دې لوبو سره د اړوندو ټولو کسانو ټسټونه به هم په ورځني ډول ترسره کېږي.

بل خوا روسي چارواکو خبر ورکړی چې د روسۍ لوبغاړې والیریا واسنیڅووا د کرونا د ټسټ نتیجه مثبته راوتلې.

دا ۲۴ کلنه لوبغاړې اوس مهال په پېکېنګ کې په قرنطین کې ده.

والیرا پر خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي دي چې له بده مرغه په ژمني المپیک کې د ګډون لپاره د دې هیلې نهیلې شوې.