پاکستان: د اسانتیاوو زیاتولو لپاره له طالبانو سره د همغږۍ مېکانیزم جوړوو

د سپین بولدک-چمن لار

د پاکستان حکومت وايي له طالبانو سره یې موافقه کړې چې د پولو په عبوري سیمو کې د اسانتیاوو د زیاتولو لپاره په ملي کچه د همغږۍ مېکانیزم رامنځته کړي.

په دې اړه د پاکستان اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا موافقه کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف په وروستي سفر کې ترلاسه شوې.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف شنبه او یکشنبه کابل کې و او هلته یې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.

د اعلامیې له مخې د یوسف په مشرۍ لوړپوړي پاکستاني پلاوي همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ له پیسو پرته په راکړې ورکړې یا بارټر سوداګرۍ موافقه کړې.

بارټر راکړه ورکړه معمولاً د توکو د انلاین او چټک پېر اوپلور له لارې ترسره کېږي.

د پاکستان د حکومت اعلامیه کې له افغانستان سره د دغه هېواد د بشري مرستو ډاډ هم ښودل شوی.