طالبان وایي د دولتي ورځپاڼو چاپ بېرته پیل او ټولې د پخوا په شان چاپیږي

یو شمېر چاپي ورځپاڼې

د اګست له پنځلسمې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د نېږدې ټولو خپلواکو ورځپاڼو د چاپ بهېر په تپه درېدلی دی.

د دغو ورځپاڼو او نشریو یو شمېر مسؤلان وایي، اقتصادي ستونزې او سیاسي بدلونونه د دې لامل شوي چې چاپي رسنۍ خپل فعالیتونه ودروي.

د هشت صبح ورځپانې مسول چلونکی مجیب مهرداد :" هغه رسنۍ چې اوس افغانستان کې دننه فعالیت کوي له شدیده سانسور سره مخ دي. طالبان رسنۍ ګواښي؛ یو لامل هم دا دی چې د چاپ بهېر یو لګښت لري خو موږ دغه لګښت اوس نه لرو او له بده مرغه چې موږ اړ شوو چې کابل کې خپل دفتر وتړو او په انلاین توګه فعالیت وکړو"

په کابل ښار کې د یوې چاپي رسنۍ مخکېنی خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي:" کله چې طالبان تازه واک ته ورسېدل؛ موږ هڅه وکړه چې د پخوا په څېر خلکو ته حقیقت بیان کړو او خپل کار ته دوام ورکړو خو وروسته وروسته طالبانو د سانسور کار پیل کړ؛ د راپور جوړولو پر مهال به زموږ دفتر ته د هغوي له خوا فرمایشات رسیده چې خبر مو څنګه جوړ کړو"

د چاپي رسنیو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې دغه خبریال اوس وزګاره او په کور کښیني.

خو د طالبانو حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي، د طالبانو حکومت له خوا شخصي ورځپاڼو ته هم د چاپ اجازه ورکړل شوې او دغه رسنۍ کولای شي د مخکېني نظام له خوا د جوړ شوي رسنېز قانون پر بڼسټ فعالیت وکړي.

ذبیح الله مجاهد وایي، د طالبانو حکومت له خوا شخصي ورځپاڼو ته هم د چاپ اجازه ورکړل شوې

مجاهد وایي:"څو میاشتې کېږي چې دولتي اخبارونه ټول چاپیږي؛ انیس کابل ټاېمز، هیواد، شریعت؛ او همداراز ازادو رسنیو ته هم زموږ لخوا کوم اصول چې دي هغه چې رعایت کړي بیا ستونزه نه شته ورته؛ د رسنیو قانون کوم چې مخکې وه همغه د اجرا ده د هغه په چوکاټ کې باید نشرات وکړي/ د افغانستان اولیا ګټې او اسلامي ارزښتونه په کې محفوظ وي ستونزه نه ورسره لرو او د چاپ یې موږ مانع نه یو او اوس چې ورځپاڼې نه شته وجه یې دا ده چې دوی ممکن اقتصادي ستونزې لري"

افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړو بڼسټونو د شمیرو له مخې په دې هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نېږدې د ۷۰ سلنه رسنیو فعالیت درول شوی دی.