د افغان- جاپان روغتون د تمویل تړون ختم شوی او چا تر اوسه نه دی غځولی.
دا خبره په کابل کې د کرونا د ناروغانو د دغه لوی روغتون مشر ډاکتر زلمي رښتیني بېګا ازادي راډیو ته وکړه.
هغه اندېښنه وښوده چې که مرستندویه ادارې روغتون تمویل نه کړي نو د کرونا د ناروغانو درملنه به ستونزمنه شي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یکشنبه په افغانستان کې د کرونا ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې یو کس مړ شوی دی.
روغتیاپالانو مخکې هم شکایت کړی و چې عامې روغتیا وزارت د کرونا د نوې بڼې اومیکرون د تشخیص امکانات نه لري او ښايي له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
د راپورونو له مخې افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۱۶۱ زرو اوښتی او له ډلې شاوخوا اوه نیم زره کسان مړه شوي.