طالب چارواکي: ننګرهار کې یو کس د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

ننګرهار

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وایي چې د دغه ولایت یو اوسیدونکی یې پرون د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

دا خبره د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي په یوه غږیز پیغام کې ازادي راډیو ته کړې ده.

زابلي وویل:" د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ مجاهدینو په بهسود ولسوالۍ کې د اختطافچیانو په یوه پټنځای عملیات وکړل. په نتیجه کې متاسفانه چې سړي تښتوونکي وتښتېدل خو د هغوی له منګولو نه یو کس چې احمد شاه نومیږي وژغورل شو. احمد شاه داسې حال کې وژغورل شو چې لاس او پښې یې تړلې وو او بې هوښه وو."

زابلي زیاته کړه چې ژغورل شوی کس اوس ښه دی او دوی به یې ژر خپلو خپلوانو ته ور وسپاري.