مکرون: ایران دې ټولو هغو ژمنو ته را وګرځي چې نړیوالو سره یې کړي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وایي، د تهران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي تړون بیا ژوندی کیدای شي.

مکرون ټینګار کړی چې په دې هدف پيل شوې خبرې باید ګړندۍ شي او ایران ټولو هغو ژمنو ته را وګرځي چې نړیوالو ته یې ورکړي دي.

مکرون له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره تر پرونیو ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي، د ډپلوماټیک جوړجاړي امکان شته او په خبره یې دا اړینه چاره ده.

د مکرون دفتر نن د جنورۍ په دېرشمه ویلي، د اټمي تړون په اړه هر ډول خبرې دا ایجابوي چې ښکېل لوري یې ښکاره او کافي ژمنتیاوې ولري.

د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو په اړه له تېرکال راهیسې په ویانا کې خبرې روانې دي، خو تر اوسه یې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.