د ارزګان کوچيان: وچکالۍ مو د څارويو څړ ځايونه له منځه وړي

د ارزګان کوچیان

ارزګان کې مېشت کوچيان وايي، رامنځته شوې وچکالي يې د حيواناتو څړځايونه له منځه وړي دي او حيوانات يې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

له ډلې یې ګل رووف وايي، نه تېر حکومت ورته پاملرنه کړې او نه هم اوسني حکومت: "ګڼ شمېر څاروي مو د خوړو له نشتوالي مري، دښته کې مو په دې هيله اړولي چې که څارويو ته څړ ځايونه پیداکړو، له حکومته غواړو چې سږکال دې زموږ سره د حيواناتو په غدايي موادو چمتو کولو کې مرستې وکړي، که نه ټول څاروي به مو له لوږې مړه شي."

۵۷ کلن دارو خان چې د ترینکوټ ښار اړوند د چرمګر سیمې پر دښته کې خیمه درولې وايي، شااوخوا ۲۵۰ مېږي لري ټول خواړه یې ورته په پیسو پیرلي.

په ورته مهال ولايتي مسولين وايي، د کوچيان د حيواناتو د غذايي مواد برابرلو ته يې له وړاندې پلان جوړ کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ رياست مسولين وايي، د نورو کلونو پرتله وچکالي ډېره زياته ده او د نورو برخو ترڅنګ يې د څارويو برخې ته هم زيات زيان اړولی دی.

د دې ریاست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي ازادي راډيو ته وويل، دوی د يو شمېر موسساتو په مرسته توانېدلي چې د کوچيانو څارويو ته غدايي مواد چمتو کړي.

حمیدي زیاته کړه: "د څارويو د څړځايونو لپاره سيمه کې د اوبو څاه ګاې جوړوو، څو څارويو ته څړځايونه پیدا شي او ترڅنګ به يې د څارويو لپاره د موسساتو په مرسته غذايي مواد هم چمتو کړو."

د دې ټولو کوچیانو هیلې روانو ورښتونو یعنې راتلونکي پسرلي ته دي چې څاروي به يې په ګېډه ماړه شي، خو دا تراوسه معلومه نه ده ایا راتلونکی کال به اباد وي او که نه؟