د عراق پوځ وايي، د داعش تروریستي ډلې ۹ یاغیان وژل شوي

د عراق پوځ

د عراق پوځ وايي، د دغه هېواد د هوايي ځواک په برید کې د اسلامي دولت یا داعش د تروریستي ډلې ۹ یاغیان وژل شوي دي.

د عراقي پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عراق د هوايي ځواک درېيو الوتکو پرون شنبې په حاوي العظیم سیمه کې د ترهګرو پر پناهځای بمباري وکړه.

د پوځ په وینا، ګومان کېږي چې په دیاله ولایت کې د جنورۍ د دوولسمې نېټې د حملې مسوولان په همدې ځای کې پټ شوي وو.

۹ ورځې وړاندې په دیاله ولایت کې د عراق د پوځ لږترلږه ۱۱ سرتېري ووژل شول.