د عکسونو ټولګه؛ د ازادي راډیو د خبریالانو کار او یادونو ته کتنه
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح په هلمند ولایت کې له یوه کوچي مشر سره .
دا عکس په ۲۰۰۷ کال جون میاشت کې اخیستل شوی.
د ازادي رادیو همکاره ملالۍ بشیر د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې رولا غني سره مرکه کوي. کال 2014, کابل.
افغانستان-د ازادي رآډیو خبریالان، صالح محمد صالح او ژکفر احمدي د کابل په یوه سټډیو کې له ښاغلي اشرف غني سره کله چې نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید و.
د ازادي راډیو خبریال احمد ژکفر احمدي په یوه ژوندۍ خپرونه کې له ښاغلي عبدالله عبدالله سره، کله چې نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید و.
په هرات کې د ازادي راډیو خبریال، شاهپور صابر د راپور د برابرولو لپاره ددې ولایت په یوه څنډه کې.
په هرات کې د ازادي راډیو خبریال، شاهپور صابر د راپور د برابرولو لپاره ددې ولایت په یوه څنډه کې.
د ازادي راډیو خبریال همایون هېواد په کابل کې له یوه افغان سره د مرکې پر مهال.
د ازادي راډیو خبریال همایون هېواد په ننګرهار کې له افغان ماشومانو سره د مرکې پر مهال.
د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام په یوه ژوندۍ خپرونه د مېلمنو کوربتوب کوي.
په کابل کې د ازادي راډیو د ۱۸مې کلیزې په ویاړ ددې راډیو همکاران په یوه ګډ عکس کې.
په پراګ کې د ازادي راډیو خبریالان په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه ژوندۍ خپرونه پر مخ بیوله.28 Sep 2019
په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د کارکوونکو یو انځور. دا عکس د ۲۰۱۹ کال افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ۱۲ ساعته ژوندۍ خپرونې لپاره له پلان جوړونې وروسته اخیستل شوی.
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح، کله چې یې خپل لومړنی راپور ددې راډیو له څپو اوریده.
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح په نیمروز کې له یوه افغان کډوال سره د مرکې پر مهال چې تازه له ایرانه ستون شوی و.June 3, 2007
د ازادي راډیو د کابل د دفتر رییس سمیع مهدي له ځینو همکارانو سره په کابل کې.
افغانستان-قادر حبیب چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یې د ماین پاکۍ د پروژې په اړه یو راپور چمتو کاوه. ۲۰۰۲
په کابل کې د ازادي راډیو پخواني خبریالان(له چپ نه ښي خوا) حمیده عثمان، صفیه حساس، الينا راسي، احمد تکل، رزاق مامون او برېشنا نظري.
په کابل کې د ازادي راډیو پخواني خبریالان(له چپ نه ښي خوا) حمیده عثمان، الينا راسي، صفیه حساس،
د ازادي راډیو د کرکټ لوبډله.
په دې لوبډله کې کابل کې د ازادي راډیو پخوانی رییس او ځینې نور همکاران
په کابل کې د ازادي راډیو پخوانی خبریاله الينا راسي د عاشورا مراسم په اړه د راپور چمتو کولو پر مهال.
په کابل کې د ازادي راډیو خبریال جاوېد فیضي له یوه بایسکل پلورونکي سره د مرکې پر مهال.
د ازادي راډیو خبریال جاوېد فیضي له امرالله صالح سره د مرکې پر مهال.
د ازادي راډیو خبریال صفی ستانکزی:
د کابل تر سختو مظاهرو وروسته، د ۲۰۱۶ کال د مې میاشت وه. کابل کې سختې مظاهرې وې. لارې تړلې وې.
کتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو
د ازادي راډیو خبریال صفی الله ستانکزی وايي: "د وخت له لوی درستیز جنرال شېر محمدکریمي سره یو سفر ته تلو. معلومه نه وه چې کوم ولایت ته ځو. چا ویل هلمند ته ځو چا ویل کندز. خو په پای کې هليکوپټره پکتیا تندر قول اردو کې کېناسته. له راپورونو وروسته مې له خبریالانو ملګرو سره عکسونه واخېستل."
کولمبو ډېره مرطوبه هوا لري ستړی کړی یې ووم.
د ازادي راډیو خبریال صفی الله ستانکزی وايي: "د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر کې سریلانکا ته لاړم، څو له نړیوال جام نه ازادي راډیو ته راپورونه جوړ کړم. کولمبو ډېره مرطوبه هوا لري. په ما که څه هم هوا ښه لګېده خو ستړی کړی یې ووم او د ښار یوه مشهور ځای کې مې کرار واړول."
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح په نیمرو ولایت کې له هغو ماشومانو سره چې له ایرانه راستانه شوي وو.
دا عکس په ۲۰۰۷ کال د جون په درېیمې نېټې اخیستل شوی.