په ایران کې سلګونو ښوونکو له تدریسه لاس اخیستی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ایران کې سلګونو ښوونکو د خپلو غوښتنو د نه پوره کېدو په غبرګون له تدریسه لاس اخیستی.

د دوی تر ټولو مهمه غوښتنه د پوهنتونو د استادانو له درجو سره د ښوونځیو د معلمینو د درجو اتیا سلنه برابرتیا او له برحاله معلمینو سره د متقاعدو د معاشونو یو برابرول دي.

د ایران د ښوونکو د اتحادیې د ویاند محمد حبیبي په وینا، د دوی اعتراض په څه باندې ۲۰۰ ښارونو کې روان دی.

د ښوونکو دا اعتراض بې ساری بلل کېږي ځکه ښوونکو یا انلاین یا حضوري توګه باندې غونډې پيل کړي او ټولګیو ته نه ورځي.

د ایران حکومت د ښوونکو د اعتراض په اړه لا غبرګون نه دی ښودلی، خو تردې مخکې ایراني رژیم اعتراض کوونکي ځپلي چې تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د خوزستان د معترضو بزګرانو ځپل وو چې د اوبو د بندېدو په غبرګون لاریون ته وتلي وو.