معید یوسف په کابل کې له عبدالسلام حنفي او امیرخان متقي سره وکتل

معید یوسف د یوه لوړ پوړي پاکستاني دولتي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته ورسېد

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د دې غونډو په اړه پر خپل ټوېټر جزییات خپاره کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي د طالبانو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پياوړتیا، سوداګرۍ او اقتصادي مسالو خبرې کړي دی.

معید یوسف د یوه لوړ پوړي پاکستاني دولتي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته ورسېد او په هوايي ډګر کې یې د طالبانو د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي له خوا یې هرکلی وشو.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ کابل ته تر سفر مخکې ویلي و چې د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د یوسف د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه چې د پاکستان اندېښنه د هغوی د کورنیو ستونزو له امله ده.