بلوچستان کې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور پاکستاني سرتیري وژلي

آرشیف

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ډېره بګټي کې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه د جنورۍ پر ۲۸مه، د کوټې نه ۳۶۰ کیلومټره لېرې ختیځ لورته شوې ده. وژل شوي کسان امنیتي ځواکونه دي.

د چارواکو په وینا، د ډېره بګټي په موندراني سیمه کې د امن ځواک د یو ځايي قوماندان نواب الدین پر کرنیزو ځمکو جوړ سولر سیسټم باندې لومړی ډزې وشوې او چې کله هلته امنیتي ځواکونه ورسېدل، نو پر هغوی باندې د ماین یوه چاودنه هم وشوه.

چارواکو په ژوبلو کې د درېيو کسانو حالت د اندېښنې وړ ښودلی دی او هغوی یې د پنجاب شېخ زېد روغتون ته رسولي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د ډېره بګټي چاودنه په داسې وخت کې شوې ده چې د دې نه یوازې دوې ورځې وړاندې د بلوچستان په تربت کې د بلوڅ بېلتونپالو وسله والې ډلې له لوري د امنیتي سرتیرو پر یوه امنيتي پوسته برید شوی وو چې په کې د حکومت په وینا ۱۰ امنیتي سرتیري وژل شوي وو.

په دغه پېښه کې یو وسله وال هم وژل شوی و او درې نور نیول شوي وو.