د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، معید یوسف چې د یوه هیئت مشري کوي نن ناببره کابل ته لاړ.
د کابل لپاره د پاکستان سفیر، منصور احمد خان، په یوه ټویټ کې ویلي چې معید یوسف د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیر خان متقي سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت یوه چارواکي ویلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به په دې سفر کې له طالب چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو بحث وکړي.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال له زردشت شمس سره مرکه کړې چې مخکې یې په اسلام اباد کې د افغانستان د یوه ډیپلومات په توګه کار کړی دی.
په پیل کې یې ورڅخه پوښتنه کړې، د معید یوسف سفر مخکې ځنډول شوی و، علت څه ګڼل کېږي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5