طالبان: کندز کې پر ۵۱۵ جريبه ځمکه ميوه لرونکي بڼونه جوړ شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کندز ولایت له تېرو پنځو مياشتو راهيسې شااوخوا پر ۵۱۵ جريبه ځمکه ميوه لرونکي بڼونه جوړ شوي دي.

د طالبانو د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت بېګاه ناوخته په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د کرنې سرپرست وزير دغه ولايت ته په خپل رسمي سفر کې له ياد ولايت څخه په تېرو ۵ مياشتو کې د حکومت خزانې ته د شااوخوا ۹۰ ميليونه افغانۍ د عوايد د ورتک خبره هم کړې.

په خبرپاڼه کې د وزير په حواله ويل شوي چې ياد ولايت کې د ځمکو له غاصبينو سره د چټکې مبارزې په ترڅ کې شااوخوا ۵۰۰۰ جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او د حکومت په واک کې راغلې.

د کرنې وزير په داسې کې په کندز ولايت کې د کرنې برخه کې د‌ پرمختګ خبره کوي چې له ياد ولايته په تېره کې د خپاره شوېو راپورونو پر بنسټ کروندګر اصلاح شوېو تخمونو او لازمې ماشينرۍ ته د نه لاسرسي په صورت کې له سختې ستونزې سره مخ دي.