د افغان خبریالانو په اړه له طالبانو د رینا امیري غوښتنه

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان دې هغسې چې بهرنیو ژورنالېستانو سره ښه چلېږي افغان خبریالانو سره هم مخکې لاړ شي.

اغلې امیري په دې اړه څو ساعته مخکې ټويټ کړی دی.

هغې زیاته کړې چې افغان خبریالانو پر وړاندې د طالبانو دا چلند به وښيي چې هغوی افغانانو ته له حساب ورکونې نه ډاریږي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان ازادې رسنۍ د تېرو شلو کلونو یوه ښه لاسته راوړنه بللې ده او ټینګار یې کړی چې هغوی باید له کومې وېرې پرته ازادانه فعالیت وکړي.

رینا امیري دا ټويټ د هغو غبرګونو په دوام کړی چې د طالبانو له خوا تېره اوونۍ د یوه ډله افغان خبریالانو د غونډې مخه ونیول شوه.