امریکا یو ځل بیا روسیې ته وویل چې خپل پوځیان د اوکراین له پولې وباسي

د روسیې-اوکراین پوله

د امریکا متحدو ایالاتونو یو وار بیا له روسیې غوښتنه وکړه چې د اوکراین له سرحده خپل پوځیان وباسي.

دا غوښتنه داسې مهال وشوه چې وېره کېږي مسکو ښايي د جګړې نه کولو له ډاډ ورکولو سره- سره پر اوکراین یرغل ته ځان چمتو کړي.

د مسکو لپاره د امریکا سفیر جان سالیوال نن جمعه وویل، چې واشنګټن اوس دې ته انتظار دی چې له روسیې د اوکراین د بحران د ډیپلوماتیک حل لپاره د لیکلو پېشنهادونو ځواب ترلاسه کړي.

ده هیله وښوده چې له دې سره به د امریکايي او روسي ډیپلوماتانو ترمنځ کتنې ته زمینه برابره شي.

د مسکو لپاره د امریکا سفیر د روان کړکېچ د حل لپاره ډیپلوماسي یوازنۍ لار بللې خو خبرداری یې ورکړی، دا کار هغه وخت کېدی شي که روسیه د اوکراین پولې ته څېرمه خپل پوځي استحکامات لېرې کړي.

وروسته له هغې چې روسیې خپل څه باندې یولک پوځیان د اوکراین پولې ته څېرمه پر ځای کړل، ګڼو غربي چارواکو خبرداری ورکړ چې روسیه پر اوکراین پوځي اقدام ته ځان چمتو کوي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.