بلېنکن له بلاروسه غوښتي چې سیاسي بندیانو، له قید و شرط پرته خوشې کړي

انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د بلاروس حکومته د سیاسي بندیانو، له قید و شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه کسان د دې لپاره بندیان شوي چې د زورواکي الکساندر لوکاشینکو پر خلاف یې په ډله ییزو اعتراضونو کې برخه اخیستې ده.

بلېنکن په هغه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې ویلي، د ۲۰۲۰کال د اګست میاشتې د ولسمشرۍ له درغلیو ډکو ټاکنو پر مهال په بلاروس کې تر ۱۰۰۰ زیات سیاسي کسان په بند کې دي او د بلاروس په لسګونو زره نورو بې ګناه وګړو هم په بند کې وخت تېر کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ۲۰۲۰کال له اګست میاشتې راهیسې امریکا له خپلو شریکانو او همکارانو سره په همغږۍ د لوکاشینکو د جابر رژیم پر چارواکو او ملاتړو پنځه پړاوه بندیزونه لګولي دي.

په بلاروس کې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو په تړاو چې په نتیجه کې یې لوکاشینکو ځان ګټونکی اعلان کړ، د بلاروس ګڼو وګړو په ډله ییزو اعتراضونو کې د ګډون له کبله محاکمه شوي دي.

ځینې غربي حکومتونه وايي، په هغو ټاکنو کې درغلي شوې، خو د بلاروس چارواکي دا تور نه مني.