د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو په ډله کې د افغانانو شمېر زیات شوی 

ارشیف; قطري الوتکه

تازه شمېرې ښيي چې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو په ډله کې د افغانانو شمېر زیات شوی دی.

د جرمني خبري اژانس په حواله، یوازې په نوامبر میاشت کې د اروپايي ټولنې او نورو اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې ۷۱زره ۴۰۰ درخواستونه ثبت شوي چې د اکتوبر میاشتې په نسبت ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د اروپايي ټولنې چارواکو نن جمعه ویلي چې دا په ۲۰۱۶کال کې د کډوالو تر بحران وروسته د پناه غوښتونکو دویم لوړ شمېر دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو ادارې، په حواله، په ثبت شویو درخواستونو کې ۱۳۰۰۰ یې د افغان وګړو دي چې ورپسې د سوریې د وګړو شمېر زیات دی.

په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه د خلکو د مهاجرت اندازه زیاته شوې ده.

له هغې راهیسې له افغانستانه د خلکو د راایستلو یا تخلیې په عملیاتو کې په لسګونو زره افغانانو چې له نړیوالو ځواکونو او غربي حکومتونو سره یې کار کړی و، وایستل شول.

د قطر یوه لوړ-پوړي چارواکي پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دغه هېوادونه له افغانستان د خلکو د راایستلو لپاره بېرته الوتنې پیلوي.