روسیه: د امنیتي اندېښنو په اړه مو د امریکا "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی

اوکرایني ځواکونو سره د امریکا مرسته

روسیه وايي، د اوکراین پر سر د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه یې د امریکا له لوري "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی.

خو وايي چې په یو شمیر مسئلو د خبرو د دوام امکان شته.

لکه څنګه چې تمه کېده، متحده ایالاتو او ناټو د چهارشنبې په ورځ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په مخ د دروازو د تړلو لپاره د مسکو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې په ختیځه اروپا کې د متحدو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو په اړه خبرې نه کوي.

مسکو ته په یوه لیک کې متحده ایالاتو هغه څه تشریح کړل چې د اوکراین کړکیچ د حل لپاره "جدي ډیپلوماتیکه لاره" بولي.

اوس تمرکز پر دې دی چې ولسمشر پوتین به د امریکا وړاندیز ته څه ډول ځواب ووايي.