ناروې: طالبانو سره د غونډې معنی دا نه ده چې دوی په رسمیت پېژنو

اوسلو کې له طالب پلاوي سره غونډه

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هوینفیلډ په اوسلو کې د طالبانو له استازو سره د امریکا، اروپايي اتحادیې د استازو له درې ورځنیو خبرو وروسته وویل، هېواد یې د دې ډول خبرو لار هواره کړه او د دې معنی دا نه ده چې ناروې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

دې وویل، ناروې له کلونو راهیسې له طالبانو سره خبرې کوي.

د اوسلو له خبرو وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوسلو خبرې د یو شمېر افغاني موسسو په غوښتنه او د لوېدیځو متحدانو په مشوره وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي د یکشنبې په ورځ په اوسلو کې خبرې پیل کړې او تر پرون چهارشنبې پورې یې دوام وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې له ناروې د دې خبرو د کوربه توب په خاطر مننه وکړه او د امریکا او نورو هېوادونو له لوري د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادولو او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په اوسلو کې د کنګل شوېو پیسو، اقتصادي او بشري مرستو په اړه ګټورې خبرې وشوې، خو د ناروې د بهرنیو چارو وزیره وايي، له طالبانو څخه یې ځینې غوښتنې په زغرده کړي او اوس باید انتظار وکړل شي چې ایا طالبان پر خپلو خبرو عمل کوي او که نه؟